ایکنا- د امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم اړونده د موکبونو او حسيني پلاؤ څانګې اعلان کړی چې د عراق له بېلابېلو ولایتونو او همدارنګه له یو شمېر عربي، اسلامي او نورو هېوادونو څخه د سږکال حسینی اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره له ۱۳ زرو او ۵۰۰ څخه زیات موکبونه ثبت شوي دي.
د خبر لمبر: 3493073 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
ایکنا – په داسې حال کې چې په سماح په سسټم کې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د حسینې اربعین د زیارتوالو د نامو د ثبتولو بهیر خپل اوج ته نږدې کېږي، تر اوسه له یو میلیون او ۵۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو په دې مراسمو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده؛ په دغو زیارتوالو کې کې له ۱۷ ورځني نوزېږېدي ماشوم څخه تر ۱۱۰ کلن زائر پورې کسان شامل دي.
د خبر لمبر: 3493066 خپرونې تاریخ : 2026/07/23
ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان ادارې په نجف اشرف کې له ۱۵۰۰ څخه د زیاتو حسیني موکبونو د ملاتړ لپاره د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو د وېش بهیر پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3493056 خپرونې تاریخ : 2026/07/21
ایکنا - د حسینی اربعین د فرهنګي خلاقو صنعتونو موکب» لومړنی ملي پروګرام، د اسلامي انقلاب او سپېڅلې دفاع د ملي میوزیم او یو شمېر فرهنګي، علمي او ټیکنالوژیکو بنسټونو په ګډې ملګرتیا سره، د حسینی اربعین، مقاومت او د موکبونو د چاپېریال اړوند د نوښتګرو نظریو، محصولاتو او ټیکنالوژیو د پېژندنې او ملاتړ په موخه خپل فعالیت پیل کړ.
د خبر لمبر: 3493047 خپرونې تاریخ : 2026/07/19
ایکنا- د حسینی اربعین د روغتیا د شپږم نړیوال کانګرس د علمي کمېټې مشرې خبر ورکړ چې د دغه کانګرس دارالانشاء ته ۵۰۰ علمي مقالې رسېدلې دي او دغه راز ئې وویل، د موکبدارانو روزنه او د مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفیشل اینټلیجنس) کارول د سږني کانګرس له مهمو موضوعاتو دي.
د خبر لمبر: 3493033 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
ایکنا- د حسینی اربعین د فرهنګي کمیشن د قرآني فعالیتونو د کمېټې د قرآني شورا غونډه پرون ترسره شوه. د شورا غړو د حسینی اربعین د موسم د وروستیو قرآني پروګرامونو ارزونه وکړه او د ګډون کوونکو ادارو ترمینځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په اړه ئې نظرونه سره تبادله کړل.
د خبر لمبر: 3492969 خپرونې تاریخ : 2026/06/29
ایکنا- د هندوستان د لوېديځي مهاراشترا صوبې د یوه داسې کلي اوسېدونکي، چې ټول اوسیدونکي ئې هندوان دي، هر کال د امام حسین (ع) د عاشورا د ویر او ماتم مراسم په ځانګړې مینې او ولولې سره ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492962 خپرونې تاریخ : 2026/06/28
ایکنا- د تاسوعا او عاشورا له شپو ورځو سره هممهاله، د اروپا په بېلابېلو ښارونو کېپه لسګونو زره شیعه مسلمانانو او د اهلبیت (ع) مینهوالو د ویر اوماتم تور بیرغونه پورته کړل او د «لبیک یا حسین» په شعارونو سره ئې د کربلا د آزادۍ، عزت او مقاومت پیغام د اروپا په زړه کې خپور کړ.
د خبر لمبر: 3492959 خپرونې تاریخ : 2026/06/27
ایکنا- د سعودي عربستان د قطیف سیمې شیعیان، سره له دې چې د چارواکو له خوا پرې امنیتي او مذهبي محدودیتونه لګول شوي، د محرم میاشتې مراسم ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492934 خپرونې تاریخ : 2026/06/20
ایکنا - په ؛سکوی پرواز» نومې کتاب کې د تحریم سورې د ۱۱ او ۱۲ آیتونو په استناد،د حق او باطل په مقابلې کې د ښځو رول یوازې یو فرعي او حاشیه اي شتون نه، بلکې یو اساسي او اغېزشیندونکی رول بلل شوی دی. دا رول د فرعون له مېرمنې آسیه او حضرت مریم (س) څخه پیلېږي او د عاشورا په غورځنګ کې د حضرت زینب (س) په مشرۍ خپل اوج ته رسېږي.
د خبر لمبر: 3492926 خپرونې تاریخ : 2026/06/18
ایکنا - په کربلا معلی کې د امام حسین(ع) او حضرت ابوالفضل العباس(ع) د سپېڅلو حرمینو دېوالونه، انګڼونه او د بینالحرمین سیمه د محرم میاشتې د رارسېدو په مناسبت په تورو بیرغونو او د ماتم په نښو سینګار او تورپوشه شوې ده.
د خبر لمبر: 3492906 خپرونې تاریخ : 2026/06/14
نړیواله ډله: د پاکستان یو شیعه عالم د حضرت سید الشهداء علیه السلام د پاڅون په اهمیت باندې تاکید سره وویل: د کربلا په پاڅون کې امام حسین علیه السلام د بریالیتوب او ناکامۍ معنا ته بدلون ورکړو.
د خبر لمبر: 3480700 خپرونې تاریخ : 2017/09/25